داعش د کندوز د چاودنې مسوول
سره له دې چې طالبان ټینګار لري داعش په افغانستان کې کمزوری شوی، خو دغه ترهه ګرې ډلې د په کندوز کې د پرونۍ چاودنې مسوولیت ومانه
د فارس خبري اژانس د افغانستان سایټ د راپور له مخې، داعش ترهه ګره ډله وایي چې د کندوز پرونۍ چاودنه د دوي کار دی.داعش ویلي چې د دغه ډلې یو انتحاري کس په کندوز ښاتر کې د کابل بانک په وړاندې د طالبانو په ډله برید کړی دی.د کندوز د پولیسو ویندیوي جمعه دین خاکسار په دې اړه ویلي چې په دغه چاودنه کې د طالبانو او ملکیانو په شمول پینځه کسان مړه او اوه کسان ژوبل شوې دي. په دا وروستیو کې په ملګرو ملتو کې د پاکستان دایمي استازي منیر اکرم هم وویل چې اړتیا ده چې په افغانستان کې د ترهه ګرو د پټنځایونو په خلاف عملیات وشي.دی وایي چې په افغانستان کې داعش او ټي ټي پي نه یوازې د افغانستان بلکې د درستې نړۍ لپاره خطر دی. طالبان وایي چې داعش په افغانستان کې ځپل شوي او هیڅ ډلې ته په افغانستان کې د فعالیت اجازه نه ورکوي. #افغانستان #داعش 13:33 - 24 بهمن 1403