د ایران سرحدي ځواکونو ۲۵۰ غیرقانوني افغان کډوال وژغورل

د ایران په شمال ختیځو پولو کې د سختو واورو او طوفان وروسته هغه ۲۵۰ غیرقانوني افغان وګړي چې په دې سختو شرایطو کې ګیر شوي وو، د پوله ساتو ځواکونو په هڅو وژغورل شول.
د فارس خبري اژانس د افغانستان د برخې د خبریال په وینا، د ایران او افغانستان په پوله کې د درنو واورو او یخې سیلۍ له راپورته کیدو وروسته، ۲۵۰ غیرقانوني افغان اتباع چې په سختو هوا شرایطو کې بند پاتې وو د ایران په شمال ختیځ کې د سرحدي ځواکونو په هلوځلو او مرستې سره وژغورل شول.په تایباد کښې د ایران د اسلامي انقلاب عامه څارنوال حجت صدیقي په دې اړه وویل چې د پیژندلو او ژغورلو وروسته، دغو کسانو خپل هیواد ته د ستنیدو لپاره قانوني ګامونه پورته کړل.هغه زیاته کړه: دغه ناقانونه کسان په دې وروستیو ورځو کښې د ایران په شمال ختیځو سرحدونو کښې د سخت ساړه او واورې له امله په کړکیچنو حالاتو کښې راګیر وو. سرحدي ځواکونو په سختو ګذره سیمو کښې د دغو کسانو په معلومولو سره، هغوي وژغورل او ورته یې درملیز او د هوساینې خدمات ورکړل ترڅو بدنه وضعه یې ښه شي. صدیقي همداشان اشاره وکړه چې د روان کال له پیل راهیسې له ۱۴۰۰ نه زیات غیرقانوني افغان وګړي د دواړو هیوادونو په ګډو بولو کښې معلوم شوي او ایران ته له راننوتو مخکښې نیول شوي دي د دوغارون د نړیوال سرحد له لارې خپل هیواد ته ستانه کړې شوي دي. هغه ټینګار وکړ چې د هیواد ختیځې پولې د ناقانونه افغانستاني ښاریزو د هر ډول راتګ لپاره ناامنه دي او له تیري کونکو سره به په پریکنده او قانوني توګه چلند وشي. دوغارون سرحد د تایباد ښار په ۱۸ کیلومیټره واټن کښې پروت دی.#مرز #اتباع_غیر_مجاز #ایران #افغانستان #برف_باران
19:41 - 22 بهمن 1403

1 بازنشر
4059 بازدید




1 پاسخ