ایران او افغانستان د کانونو په برخه کې همکاري کوي
د تهران او کابل چارواکي هڅه کوي چې د افغانستان د کانونو د استخراج لپاره اړینې زیربناوې جوړې کړي.
د فارس خبري آژانس د افغانستان د ویب سایټ د خبریال په وینا، د اصفهان د ولایتي سوداګرۍ خونې غړي سید حسین علي شهیدي وویل: "د افغانستان د سرپرست حکومت د چارواکو په همکارۍ، هڅه کوو د هغو بیخ بناو په بدل کښې چې مونږ یې هلته جوړوو، هغوي ځیني معدنونه مونږ ته راوسپاري.په نړیوالو اړیکو کښې دود دی چې هیوادونه د ګډو ګټو لپاره د خپلو اړیکو د سویې د لوړاوي په موخه د «متقابلې پيئلتیا» له سټراټیجۍ کار اخلي. د افغانستان د معدنونو د استخراج په برخه کښې د ملګرتیا لپاره د ضروري زیربناؤ جوړول، له هغو تفاهمونو دی چې افغانستان ته د ایران د خارجه وزیر په سفر کښې مطرح شوي او تعقیبونه یې روانه ده. شهیدي له هغو کسانو دی چې څو ورځې مخکښې افغانستان ته د ایران د خارجه وزیر په سفر کښې موجود و او د دغه سفر هوکړې تعقیبوي. هغه کابل ته د ایران د خارجه وزیر د سفر اهمیت ته په اشارې سره څرګنده کړه: افغانستان زمونږ ملګری او ګاونډي هیواد دی او مونږ ورسره لرغونې اړیکې لرو. د اصفهان د سوداګرۍ خونې دغه غړي، د دواړو هیوادونو ګډو ګټو ته په اشارې سره وویل: ایران او افغانستان د تمدن، دین او حتی د ګډو دښمنانو په شمول په ډیرو برخو کښې اشتراکات لري. هغه یادونه وکړه: ځینو افغانستاني دوستانو راته ویل، دې دومره اشتراکاتو ته په پام سره ولې د دواړو هیوادونو اړیکې، په تیره بیا د اقتصادي فعالیتونو په برخه کښې دومره کمزورې دي. شهیدي په دې خبرې سره چې د ایران او افغانستان ترمینځ د لازیاتې همپالنې په لټه کښې یوو، وویل: دې نتیجې ته ورسیدو چې خپل ظرفیتونه میدان ته راوباسو او د افغانستان له حکومت سره د اصهفان د سوداګرۍ خونې او «فولادِ مبارکه» له لورې خبرې اترې وکړو. #ایران #افغانستان #همگرایی #تهران 19:00 - 12 بهمن 1403