خیبر پښتونخوا به ډېر ژر افغانستان ته یو پلاوی ولېږي

د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر د قبایلي مشرانو د یوه پلاوي د لیږلو اعلان وکړ چې له طالبانو سره خبرې اترې وکړي او د همکارۍ لارې چارې ولټوي.
د فارس خبري اژانس د افغانستان ویب پاڼې د خبریال په وینا، د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر علي امین ګنډاپور نن وویل چې د قبایلي مشرانو یو پلاوی به ډیر ژر افغانستان ته واستول شي.د دې پلاوي هدف له طالبانو سره خبرې اترې او د امنیت او اقتصادي پراختیا په ګډون په مختلفو برخو کې د همکارۍ فرصتونه لټول دي.ګنډاپور وویل: "قبایلي مشران کولی شي په سیمه کې د سولې او ثبات په رامنځته کولو کې مهم رول ولوبوي."مونږ باید د دوی له تجربې او نفوذ څخه، له طالبانو سره د مثبتو اړیکو د جوړولو لپاره کار واخلو.#پاکستان #طالبان #خیبر_پختونخوا
13:52 - 4 بهمن 1403

1 بازنشر
510 بازدید




1 پاسخ