طالبانو د سوریې ترهه ګرو ته د مبارکۍ ویلو ادعا رد کړه

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح ا... مجاهد اعلان وکړ چي په سوریې کې په حلب باندې د برید په هکله طالبانو د مبارکۍ پیغام نه دی ورکړی
د فارس خبري اژانس د افغانستان سایټ د خبریال له راپور سره سم، له دې مخکې ځینو ټولنیزو رسنیو کې داسي راپورونه خپاره شوې وو ګواکې طالبانو په سوریې کې په حلب باندې د تحریرالشام یا جبهه النصرې د ترهګرې ډلې د پراخو بریدونو مبارکي ورکړې او خوښي څرګنده کړې ده.خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد المیادین سره په مرکه کې په سوریې کې د حلب په ښار باندې د ترهګرو د برید په هکله د طالبانو له لورې د مبارکۍ د ورکولو خبر دروغ وبلل.ځینې اټکلونه وایي چي ایران له فلسطین سره مستقمه لاره نه لري، او د فلسطین خلګو ته مرستې او همداشان مبارزینو ته وسلې د عراق له لارې سوریې ته استوي او له سوریې څخه لبنان او له لبنان څخه فلسطین ته رسوي. په همدې خاطر ترهګرو سوریې کې د حلب، حما او ادلب په ولایتونو حمله کړې ده چي د مقاومت د محور د تدارکاتو او لجیسټیک لارې بندې کړي او په دې توګه فلسطیني مبارزین د اسرائیلو په وړاندې بې دفاع کړي.#طالبان #سوریه
13:39 - 11 آذر 1403

1 بازنشر
590 بازدید




1 پاسخ