په افغانستان کې د کوکنارو د کښت کموالي اروپا اندېښمنه کړې ده

په افغانستان کې د کوکنارو په کښت کې ۹۵ سلنه کموالی او د طالبانو له خوا د کوکنارو د کروندو ویجاړول په اروپا کې اندېښنې راپارولې دي.
د فارس خبري اژانس د افغانستان د ویب پاڼې د خبریال د راپور له مخې، په افغانستان کې د کوکنارو پر کښت او د نشه یي توکو د تولید کمیدل په اروپا کې د هیروینو د کمښت او د ځینو اروپايي بنسټونو د اندیښنې سبب شوي دي.د اروپايي ټولنې د نشه يي توکو او اعتياد پر وړاندې د اروپايي ټولنې د څارنې د مرکز مشر ويلي دي: له افغانستان څخه د سټلايټ د انځورونو شننه ښيي چې د کوکنارو د کروندو اړول دوام لري. ګوډېل وويل: د افغانستان د هيروينو زېرمې لا نه دي ختمې شوې او اروپا ته قاچاق کېږي، نو د هيروينو او نورو نشه يي توکو کمښت ښايي يو څه وخت ونيسي.هغه دغه راز تاييده کړه چې د اروپا په بېلابېلو سيمو کې د هيرويينو د کمښت نښې شته چې له امله يې د دغه نشه يي توکو بيه لوړه شوې ده.افغانستان پخوا په نړۍ کې د نشه يي توکو تر ټولو لوی تولیدوونکی هېواد و، خو د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته د دغې ډلې مشر د کوکنارو کښت حرام او ممنوع بللی دی.په افغانستان کې د کوکنارو پر کښت بندیز د نړۍ په بېلابېلو برخو کې د نشه يي توکو د بیې د لوړېدو او د هیروینو د کمښت لامل شوی دی.#افغانستان #کوکنار#اروپا#هیروئین
06:34 - 24 خرداد 1403

514 بازدید




1 پاسخ