طالبان: د افغانستان د شیعیانو ستونزې بې له تبعیضه هواروو

د طالبانو د لومړي وزیر سیاسي مرستیال ویلي چې حکومتي څانګو ته به امر وشي چې د افغان شیعیانو ستونزې تعقیب کړي.
د طالبانو د رییس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د کابل له یو شمېر علماوو، قومي مخورو او دیني عالمانو او د اهل تشیع له استازو سره وکتل.عبدالکبیر وویل چې طالبان به د هیڅ افغان په وړاندې د تبعیض اجازه ورنکړي.د طالبانو د لومړي وزیر مرستیال ویلي چې حکومتي څانګو ته به امر وشي چې په افغانستان کې د شیعه مسلمانانو ستونزې تعقیب کړي.نوموړي د افغانانو ترمنځ پر پيوستون او يووالي د ټينګار تر څنګ وويل چې ټول قومونه بايد د افغانستان د ابادۍ او سوکالۍ لپاره په ګډه کار وکړي.په دغه کتنه کښې د شیعیانو مشرانو د طالبانو د لومړی وزیر له سیاسی مرستیال سره د هغوي ځینې ستونزې مطرح کړې.#افغانستان #طالبان #شیعه
14:47 - 3 اردیبهشت 1403

1 بازنشر
669 بازدید




1 پاسخ